Language

امنیه قومانداني: مزارشریف ښار کې مو دوه وسله‌وال غله وژلي

[restrict paid="true"]

مزارشریف (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوې نښتې پر مهال دوه وسله‌وال غله وژل شوي دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري د کب په ۱۷مه پژواک اژانس ته وویل، څلور وسله‌وال غله چې غوښتل یې د مزارشریف ښار په کارته صلح سیمه کې له یوه بلاک څخه غلا وکړي، نن غرمه ۱۲:۳۰ دقیقې دوه کسان یې له امنیتي کسانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شول.

وزیري زیاتوي، دوه نور یې په تېښته بریالي شوي او امنیتي ارګانونه یې د نیولو په هڅه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم د بلخ مرکز مزارشریف اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ۸ وسله‌وال له امنیتي کسانو سره په نښته کې وژل شوي دي. د مسوولینو په وینا، وژل شوي کسان «باغیان» او انسان‌تښتوونکي وو.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.