ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې دوه کانالونه او پنځه فرعي سړکونه ورغول شول

ننګرهار کې دوه کانالونه او پنځه فرعي سړکونه ورغول شول

author avatar
8 Mar 2023 - 12:07
ننګرهار کې دوه کانالونه او پنځه فرعي سړکونه ورغول شول
author avatar
8 Mar 2023 - 12:07

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت سپين غر، اچين، مومندرې او لعلپورې ولسواليو کې د ۲۱ کیلومترو په اوږدوالي پنځه فرعي سړکونه او دوه د اوبو کانالونه بياورغول شول.

چارواکي وایي، د دغو پروژو په تطبيق کې سلګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې او سلګونو کورنيو ته يې ګټه رسېږي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر قريشي بدلون د کب په ۱۶مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولایت د سينديزې حوزې، کرنې، کليو پراختيا، حج او اوقافو او د شهيدانو او معلولينو رياستونو په ګډه د پنځو سړکونو بيارغونې چارې ترسره کړې دي.

دی وايي، دغه سړکونه چې اوږدوالی يې ۲۱ کيلومتره کېږي، د اچين او سپين غر ولسواليو په مربوطاتو کې دي چې يوازې هموار او جغل اندازي شوي دي.

د قريشي په خبره، د دې پروژې لويه موخه خلکو ته د کار زمينې برابرول وو چې سلګونو کسانو ته په کې د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکړل شول.

بلخوا د ننګرهار ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست له لوري د دغه ولايت مومندرې او لعلپورې ولسواليو کې دوه کانالونه بياورغول شول.

د ننګرهار د کرنې رياست معلوماتو له مخې، د دغو کانالونو په جوړېدو ۳ ميليون افغانۍ لګښت راغلی چې د بشري مرستو موسسې (OHW) له خوا يې کارونه ترسره شوي دي.

د کرنې رياست پژواک ته په رالېږلې يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د مومندرې ولسوالۍ کانال ۴ کيلومټره او د لعلپورې ولسوالۍ ۳نيم کيلومټر اوږدوالی لري او په بيارغونې سره يې سلګونه جريبه ځمکه خړوبه شوه.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دا ډول پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي چې د بې روزګارۍ کچه کمه کړي او ت څنګ يې کرنې ته پرمختګ ورکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.