کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره وایي، د دغې ادارې او لوړو زدهکړو وزارت د ګډې هوکړې له مخې د ۱۴ ټولګیو فارغان له یوه کال تنزیل پرته لوړې زدهکړې ترسره کولاى شي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې سرپرست مولوي غلام شهامت نن د کب په ۱۸مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او لوړو زدهکړو وزارت د ګډې هوکړې په ترڅ کې د دغه ادارې د فارغانو پر وړاندې د یو کال تنزیل ستونزه هواره شوه.»
سرچینې لیکلي، تر دې وروسته به د ۱۴م ټولګیو فارغان د ۷۵ سلنه نومرو په لرلو سره له ځانګړې ازموینې څخه د بریا په صورت کې پاتې زدهکړې ترسره کوي.
د یادونې ده، تر دې مخکې د ۱۴م ټولګیو فارغان د ځانګړې ازموینې له بریا وروسته اړ وو چې پاتې لوړې زدهکړې د پوهنتون له درېیم سمسټر څخه پیل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP