[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اسلامي امارت تور پورې کړی چې له ښځو یې حقونه اخیستي او ترې سیاسي استفاده کوي؛ بلخوا، پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم ټینګار کړی دی.
اشرف غني د دې ورځې په مناسبت په یوه غږیز پیغام کې -چې د هغه له رسمي فیسبوکپاڼې خپور شوی- له افغان ښځو سره خپله خواخوږي شریکه کړې ده.
هغه زیاته کړې: «له بدهمرغه نن له افغان ښځو د سیاسي ابزار په توګه استفاده کېږي.»
د اشرف غني په وینا، بهرنیان ټوله ورځ پر دې غږېږي چې ښځو ته دې هغه حقونه ورکړل شي چې په اسلام کې خوندي دي، خو له بلې خوا نور پر دې سرزوري کوي چې دا ستاسې کار نه دی.
نوموړی وایي : «هو دا د دوی کار نه دی، خو د افغان ښځو وضعیت ته رسېدنه د ټولو افغانانو کار دی؛ له بدهمرغه د دې لپاره چې نن د ښځو موضوع سیاسي شوې اصلي موضوع پاتې ده.»
مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ویلي: «نن د افغانانو اسلامي حقوق سلب شوي، ښځه د ټولنې او کورنۍ غړې ده چې نن ترې ان د ژوند حق اخیستل شوی دی.»
هغه په خپلو خبرو کې بېلابېلو دیني لارښوونو او اسلامي تاریخ ته په اشارې سره ټينګار کړی چې د اسلام دین د مشارکت او مساواتو دین دی او اوسنۍ «استبدادي تګلارې» په دین کې ځای نه لري.
اشرف غني د اسلام د صدر تاریخ ته په اشارې ویلي، څنګه امکان لري هغه «حقوق چې په کعبې شریفې کې روا دي، په کابل او کندهار کې ناروا» وي.
غني په افغانستان کې د ښځو حقونو سلب کول د مشخصو افرادو تعبیر او تفسیر یاد کړی دی.
نوموړي ویلي، افغان ولس هره ورځ د تدریجي مرګ پر لور روان دی او دې بنسټیزې موضوع ته باید رسېدنه وشي.
اشرف غني سپارښتنه کړې، د ژوند حق چې یو اساسي حق دی باید تمرکز پرې وشي. هغه هیله وښوده چې په راتلونکي کال کې افغانان په ګډه خپله تګلاره پیدا کړي او «په ګډه مخکې ولاړ شو.»
بلخوا، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د مارچ اتمې یا د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د دې ورځې د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د افغان نجونو او ښځو لپاره د کار او زدهکړو غوښتنه کړې ده.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې ښځې نیم نفوس جوړوي، دغه نفوس د یوه هېواد په پرمختګ کې ځانګړی رول لري او په وینا یې، د ښځو زدهکړې او کار نه یوازې د دوی حق دی بلکې یوه مهمه اړتیا ده.
حامد کرزي په همدغه مناسبت لیکلي: «یو ځل بیا پر سرپرست حکومت غږ کوم چې د یوه اباد، پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان لپاره د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص کړي او افغان ښځو ته د تعلیم او کار زمینې برابرې کړي.»
د افغانستان سرپرست حکومت دغه ورځ په رسمي توګه ونه نمانځله، خو د اسلامي امات د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې مناسبت مبارکي ورکړې ده.
هغه ویلي: «د اسلام مبارک دین، نارینه او ښځو ته په یوه سترګه ګوري، دواړه د ټولنې دوه وزرونه بولي، د مېرمنو عزت او درناوی کوي او ټول د مېرمنو احترام او له دوی سره عدالت او ښو اړیکو ته را بولي.»
[/restrict]
Views: 143
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن