ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټام وېسټ وایي، زده‌کړو او کار ته د ښځو پرېښودو له غوښتنو ملاتړ کوي

ټام وېسټ وایي، زده‌کړو او کار ته د ښځو پرېښودو له غوښتنو ملاتړ کوي

author avatar
9 Mar 2023 - 08:43
ټام وېسټ وایي، زده‌کړو او کار ته د ښځو پرېښودو له غوښتنو ملاتړ کوي
author avatar
9 Mar 2023 - 08:43

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، د افغان مېرمنو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د حقونو ملاتړ کوي او دا د افغانستان او سیمې د ثبات مسئله ده.

تېره ورځ (د مارچ اتمه) د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره وه؛ دا ورځ په نړۍ کې د ښځو د پیوستون ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي توماس ویسټ د دې ورځې په مناسبت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «موږ د هغو افغان مېرمنو او نجونو فوق‌العاده زړورتیا نمانځو چې د دوی پر حقونو – کار کولو، زده‌کړو او حیاتي مرستو ته پر لاسرسي د طالبانو له خوا د نه بیانېدلو وړ محدویتونه لګول شوي دي.»

د هغه په وینا، هېواد یې د هغو افغان مېرمنو، نارینه وو، نجونو او هلکانو د دې غوښتنې ملاتړ کوي چې غواړي د هېواد نیم ولس دې ښوونځيو، کار کولو او په ټولو برخو کې مرسته کولو ته پرېښودل شي.

ویست ویلي، دا د افغانستان او سیمې د ثبات مسئله ده.

هغه زیاته کړې: «زه د هغو ښو مشورو په اړه فکر کوم چې افغان ښځینه ډاکټرانو، خبریالانو، مرستندویانو، والیانو او انجینرانو – هغه مشران چې لیدلوری او عزم لري – راسره شریک کړي، څو په افغان ټولنه کې د ښځو د ونډې دفاع ته ودریږو.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو په وار، وار ویلي چې د نجونو او ښځو د کار او زده‌کړو محدودیت موقتي دی او د شریعت په چوکاټ کې به حل‌لار ورته وموندل شي.

تېره ورځ د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له خوا د افغانستان ټولو مؤمنو، پتمنو او دردېدلو مېرمنو ته مبارکي ورکړې وه او لیکلي یې وو چې د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ مسلمانو، په ځانګړي ډول افغان مېرمنو اغېزناک رول لوبولی، په بېلابېلو غزواتو، د تعلیم په پراخولو او حتا د اوسني شل کلن جهاد په بریالیتوب کې یې د پام وړ رول ترسره کړی دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د اسلام مبارک دین نر او ښځې ته په یوه سترګه ګوري؛ دواړه د ټولنې دوه وزرونه بولي؛ د مېرمنو عزت او درناوي کوي او ټول د مېرمنو احترام او له هغوی سره عدالت او ښو اړیکو ته رابولي.

Views: 77

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.