Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیه قومانداني: کابل کې د غلو د یوې ډلې ښځينه غړې نیول شوې

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۱): مسوولین وايي چې امنيتي ځواکونو د کابل ښار په لسمه حوزه کې د غلو د يوې مخکې نيول شوې ډلې یوه ښځينه غړې هم نیولې ده.

دغه مطلب نن د کابل امنیه قوماندانۍ په ټويټرپاڼه کې څرګند شوی دی.

سرچينه زياتوي، دا ښځه چې له یادې نیول شوې ډلې سره به یې په غلاوو کې مرسته کوله، د امنیتي ځواکونو له څو ورځنیو هڅو وروسته ونیول شوه.

سرچينې په دې اړه د لسمې حوزې آمر مولوي عبدالرحيم اجمل خبرې خپرې کړي چې پکې وايي: «یوه ښځه چې د شپږ نفري بانډ يوه مهمه عضوه وه، د دغه بانډ پنځه نفره مو څو ورځې مخکې ونیول او هغوی مو تحقیقات جنايي ته سپارلي دي او د دغې ښځې په پلټنه کې وو، هغه پرون په ۱۱ بجو ونیول شوه، د هغې کار دا و چې کورونو ته به ننوتله، د دې په خاطر چې د کور معلومات وکړي، البته د کرايي کور د نيولو په نامه به يوه کور ته ننوتله، بیا به يې د هغه کور معلومات کاوه چې دا کور څنګه دی، څو نفره پکې دي، بیا به يې هغه خپل بانډ ته خبر ورکاوه ترڅو هغوی راشي او کور ته يې داخل کړي او دغه کور چې څه لري، هغه شته شی ترې یوسي.»

سرچينې د يادې تورنې ښځې خبرې هم خپرې کړې چې پکې وايي: «د غلو په بانډ کې چې څو نفره يې مخکې نيول شوي وو، پرون زه هم خپله ونیول شوم، زما دنده دا وه چې دروازه مې ټکوله چې کرايي کور لرئ، په همدې حساب بیا غله راتلل او غلا يې کوله.»

سرچينه دغه راز زياتوي، امنیتي ځواکونو یو بل کس هم د موبایلونو د غلا په تور نیولی دی.

مولوي اجمل په دې اړه وايي: «یو بل کس چې يوې زنانه غوږ ته ټيلفون نیولی و او هغه پرې راپېښ شوی و او ټیلفون يې ترې کش کړی او تښتولی و، نو هغه د لسمې حوزې ځواکونو ونیوه.»

د هغه په وینا، د دغو دواړو کسانو دوسيې ترتیب او اړوند ارګانونو ته استول شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.