Language

د کندهار والي د بلخ ولایت د چارو سمبالولو لپاره دغه ولایت ته لېږل شوی

restrict paid=”true”

کندهار (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۱) : د بلخ د والي تر وژل کېدو وروسته د کندهار والي محمد یوسف وفا د چارو سمبالولو لپاره مزار شریف ته استول شوی دی.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید وايي، د کندهار والی حاجي محمد یوسف وفا د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د بلخ ولایت ته لېږلی تر څو د نوي والي تر معرفي کېدو پوري د دغه ولایت چارې سمبال کړي.

هغه د کب په ۱۹مه، د شپې ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار والي نن بلخ ته رسېدلی او په موقت ډول به هلته وي.

ده زیاته کړه، د کندهار ولایت چاري هم د کندهار د مرستیال والي له خوا سمبالیږي.

دا په داسي حال کې ده چې د تېرې پنجشبې په ورځ سهار شاوخوا نهه بجې د بلخ په ولایت مقام کې د یوه یوه ځانمرګي بریدګر له امله د بلخ والي محمد داوود مزمل ووژل شو.

په دغه برید کې دوه تنه نور هم وژل شوي وو چې وروسته یې پړه داعش ډلې په غاړه واخیسته.

/restrict