کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): اسلامي امارت د افغانستان په اړه امنیت شورا ته د وړاندې شوي راپور ځینې برخې رد کړې او وایي، چمتو دی چې د خپل حاکمیت، ملي ګټو او د اسلام سپېڅلي دین لارښوونو په محدوده کې له نړۍوالې ټولنې سره ګډو اندېښنو ته د رسېدنې په موخه تعامل ته دوام ورکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو سرمنشي له خوا د افغانستان وضعیت او پر نړۍواله سولې او امنیت یې د اغېزو په اړه يو راپور د افغانستان حکومت استازي له حضور پرته وړاندې شو.
سرچينې لیکلي، بهرنیو چارو وزارت د یاد راپور د هغې برخې ستاینه کوي چې په کې د افغانستان د حکومت له خوا د ښې حکومتولۍ، حسابورکونې او خدماتو ته د لاسرسي برخو کې د شته جوړښتونو د تقويې او د نوو جوړښتونو د ايجاد، لکه د سترې محکمې پیاوړتیا او د علماوو شوراګانو جوړونې؛ د لغوه شوو ادارو ښځینه او نورو کارکوونکو ته د معاشونو دوام، له پخوانیو چارواکو او اقليتونو سره د ملي پخلاینې او یووالي لپاره هڅو، د وسلو د قاچاق او نشهيي توکو د کښت او سوداګرۍ مخنیوي، د روږدو درملنې؛ مدافع وکیلانو ته د جوازونو بیا ورکړې او د ناقانونه وسلهوالو عناصرو او داعش له خوا په امنیتي پېښو کې د کمښت يادونه شوې ده.
خو په راپور کې زیاته شوې: «البته موږ د دغه راپور له هغې ارزونې سره موافق نه یو چې له عمومي عفوې سرغړونې، خپلسرو نیونو، شکنجې او ناوړه چلند پېښو زیاتوالي ادعا يې کړې، په داسې حال کې چې په راپور کې د وژنو ۹ پېښې، د توقیف ۱۷ او د شکنجې او ناوړه چلند ۹ پېښو ادعا شوې، تر څېړنو لاندې د قتل پېښو ته د صحرايي وژنو، په جنايي پېښو کې د خپلسرو نيونو او د نیول کېدو پر مهال لاس او ګرېوان کېدو ته د شکنجې نوم ورکول بې انصافي او له حقيقته لرې انځور دی. په ورته ډول، هغه ادعا هم ردوو چې ګواکې په افغانستان کې ۲۳ وسلهوالې ډلې فعاليت لري.»
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د محدودو ادعا شوو پېښو پر بنسټ د ملي کچې استنتاج او د مبهمو ټولنيزو رسنيو تبليغاتي حسابونو ته د واقعي وسلهوالو ډلو نوم ورکول د ځانګړو روایتونو د اثبات قصدي هڅه او یا هم د معلوماتو تشه ده.
بهرنیو چارو وزارت خوښي څرګنده کړې چې دغه راپور د افغانستان اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د داسې رغنده تعامل د دوام غوښتنه کوي چې د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته لومړيتوب ورکوي.
سرچینه وایي، اسلامي امارت د خپل حاکمیت، ملي ګټو او د اسلام سپېڅلي دین لارښوونو په محدوده کې چمتو دی چې له نړۍوالې ټولنې سره ګډو اندېښنو ته د رسېدنې په موخه تعامل ته دوام ورکړي.
Views: 170
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP