ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د شوراندام سمنټو تولید پروژې تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو

د کندهار د شوراندام سمنټو تولید پروژې تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو

author avatar
11 Mar 2023 - 17:54
د کندهار د شوراندام سمنټو تولید پروژې تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو
author avatar
11 Mar 2023 - 17:54

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): د کانونو او پټرولیم وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د کندهار د شوراندام د سمنټو تولید پروژې د تړون لاسلیکېدو خبر ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي: «د کندهار د شوراندام د سمنټو تولید پروژې قرارداد نن (شنبه، د کب ۲۰مه) د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور له خوا د احمد نبي‌زاده شرکت له رییس سره لاسلیک شو.»

سرچینې لیکلي چې د کندهار د شوراندام د سمنټو تولید پروژه د شاوخوا ۱۰۰ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې د اکتشاف، ګټه‌اخیستنې او پروسس په پړاو کې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې کلني تولیدات به شاوخوا یو میلیون ټن سیمنټ وي او  پکې ۵۰۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.

Views: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.