[restrict paid="true"]
کندهار ښار (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپیان شوي چې دوه هلکان او دوه یې نجونې دي.
د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید د کب په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار د ژېړۍ ولسوالۍ په قاري سلیم دره کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، څلور ماشومان چې په سیمه کې ګرځېدل، د راکټ زړه سرګلوله یې موندلې او پرې لوبې یې کولې چې چاودنه یې کړې ده.
نوموړي وویل: «دغه سرګلوله نن سهار په ژېړۍ کې پر څلورو کوچنیانو چاودلې، کوچنیان ژوبل شوي خو ډېر خوږ نه دي.»
د ژېړۍ اوسېدونکي هم وایي، د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې لا هم ناچاوده توکي لیدل کېږي چې ډېری وخت د خلکو له خوا موندل شوي او بیا امنیتي کسانو ته سپارل شوي دي.
د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی نعمان وایي، څه موده مخکې هم په دې ولسوالۍ کې پر دوو ماشومانو یوه سرګلوله چاودلې وه خو برسېرن یې ژوبل کړي وو.
هغه زیاته کړه: «دا د نن پېښه زموږ له ځای څخه ډېره لرې شوې ده، بل چا ته تاوان نه دی رسېدلی او دا کوچنیان هم د لسو او دوولسو کالو په عمر دي، یو څه وخت تر مخه هم پر دوو هلکانو سرګلوله چاودلې وه، لږ یې سره خوږ کړي وو.»
له دې وړاندې د کندهار په نورو ولسوالیو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې چې د ماشومانو ترڅنګ ځوانانو ته یې هم مرګژوبله اړولې ده.
خلک وایي، ځیني وخت ماشومان یا ځوانان د ورته ناچاوده توکو د لیدلو پر مهال امنیتي کسان یا مشران نه خبروي، ځکه دوی غواړي دغه توکي وپلوري چې د لېږد پر مهال پرې چاودېږي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP