Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې د زغر غوړیو فابریکې ۳۰ سلنه ډېرې شوې دي

تالقان (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۱): د تخار د صنعت او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د زغر غوړیو توليدي فابريکې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېرې شوې او زیاتوي چې دا مهال په دغه ولايت کې د زغر غوړیو څه باندې ۱۰۰ فابريکې فعالیت کوي.

په ورته مهال، د زغر غوړیو یو شمېر تولیدوونکي د دې ترڅنګ چې د پلور له بازاره خوښ دي، خو د مالیاتو له لوړوالي او د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي.

د تخار د صنعت او سوداګرۍ امر مولوي ضياءالدين دلاوري له پژواک سره خبرو کې وويل چې په دغه ولايت کې د خلکو له لوري له وطني تولیداتو استفاده د دې لامل شوې څو د تېر کال په پرتله د زغر غوړیو د توليدي فابريکو په شمېر کې ٣٠ سلنه زياتوالى راشي.

هغه وايي چې په دغو فابريکو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.‎

هغه زياتوي، ‎د څه باندې ۱۰۰ فابريکو له ډلې تر ۳۰ ډېرو فابريکو له دې ادارې رسمي جوازونه ترلاسه کړي چې له امله يې د برېښنا بيه او ماليه راټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه، هغه فابريکې چې له دې ادارې یې‎ د فعاليت جواز ترلاسه کړى، د هغوی لپاره د یو کیلوواټ برېښنا لګښت له ۱۷ څخه ۶ افغانیو او مالیات یې هم د جواز په ترلاسه کولو سره له ۷ سلنې دوه‎ سنلې ته راټیټېږيږ

هغه ټینګار کوي چې دغه اداره د ملي تولیداتو ملاتړ ته ژمنه ده او د زغر غوړیو تولیدوونکي باید دغه ریاست ته په مراجعې سره د فعالیت جواز ترلاسه کړي.

بل‌خوا، په تخار کې د زغر غوړیو یو شمېر تولیدوونکي د لوړو مالیاتو او برېښنا نشتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.

په تخار کې د زغر غوړیو یوې توليدي فابريکې مسوول غلام‌محمد وايي، درې کاله مخکې یې د غوړیو د توليد دغه فابريکه د څه باندې ۱۰۰زره امريکايي ډالرو په ارزښت فعاله کړه چې ۱۲ کسان په کې کار کوي.

خو نوموړي د لوړو مالياتو او د برېښنا له دوامداره نشتوالي شکایت وکړ او له حکومته يې د دې ستونزې د هوارې غوښتنه وکړه.

په تخار کې د غوړیو بلې فابريکې مسوول سيدمقدس هم وايي، په خپله فابريکه کې د ورځې لسګونه منه غوړي توليدوي چې نږدې ولسواليو او ولايتونو ته يې هم لېږدوي.

د هغه په باور، له وطني توليداتو استفادې ته د خلکو لېوالتيا ښه ده چې دا کار د غوړیو د تولیدي فابريکو ډېرېدو لامل شوى دى.

هغه څرګنده کړه چې خلک هم د ښه کيفيت او وارداتي غوړیو په پرتله د ټيټې بيې له امله له وطني غوړیو ګټه اخلي.

بل‌خوا د تخار اوسېدونکى محمدحسن وايي، د وطني غوړیو د توليدي فابريکو شمېر زياتېدل د دې لامل شوى چې په دغه ولايت کې خلک اووه کيلو وطني غوړي په ټیټه بیه (٧٥٠ افغانۍ) وپېري چې هم د کیفیت او هم له اقتصادي اړخه خلکو ته ګټور تمامېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابینې په ۱۷مه غونډه کې د سرپرست حکومت چارواکو د ولایتونو او ولسوالیو په کچه له وطني تولیداتو پر ملاتړ ټینګار کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.