Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران په تبریز کې چاودنه شوې؛ پنځه کسان وژل شوي
Social media

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۱): ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په تبریز ښار کې د چاودنې له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

دغه چاودنه نن سهار د یاد هېواد د ابوریحان تبريز سیمې په یوه ودانۍ کې شوې ده.

تسنیم خبري اژانس د تبريز اطفایې عملیاتي مرستیال له قوله راپور ورکړی چې په دې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي  او درې نور تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

تر اوسه د یادې چاودنې علت نه دی په ډاګه شوی، خو دومره زوروره وه چې شاوخوا ۴ نورو ودانیو ته یې زیان اړولی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.