[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر خپرونو د څار رییس مولوي عبدالحق حماد د اسلامي امارت له مسوولینو او ملاتړو غوښتي چې خپلو څرګندونو ته متوجه و اوسي.
حماد د کب په ۲۲مه پر ټویټر لیکلي، د امارت مسوولين او ملاتړي چې د نظام په دفاع کې څه وايي يا ليکي، څلور اړخونه دې جدي په پام کې نيسي.
هغه زیاته کړې، دوی دې داسې څه نه وايي چې د شريعت د اصولو خلاف وي.
د امارت مسؤلين او ملاتړي چې د نظام دفاع کې څه وايي يا ليکي، څلور اړخونه دې جدي په پام کې نيسي:
① داسې څه دې نه وايي چې د شريعت د اصولو خلاف وي.
② داسې څه دې نه وايي چې ولس پرې ناراضه کيږي.
③ داسې څه دې نه وايي چې د مجاهدينو احساسات مجروح کوي.
④ داسې څه دې نه وايي چې بهرني— Abdul Haq Hammad عبدالحق حماد (@AbdulHaqHammad2) March 12, 2023
حماد دغه راز له مسوولینو غوښتي څو داسې څه ونه وايي چې ولس پرې ناراضه کېږي او د مجاهدينو احساسات مجروح کوي.
نوموړي دغه راز مسوولین متوجه کړي څو له داسې خبرو هم ډډه وکړي چې بهرني سياست او اړيکو ته زيان رسوي.
ده زیاته کړې: «که دا يو هم له پامه وغورځول شي، ستونزه جوړوي او بيا ورته خياطي ګټه نه کوي.»
مولوي عبدالحق حماد دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د لوړو زدهکړو او عامې روغتیا وزیران په دې وروستیو کې د خپلو څرګندونو له امله په ټولنیزو شبکو کې د خلکو تر کلکو نیوکو لاندې دي.
د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد پاکستان ته د سفر پر مهال په داسې حال کې په اردو ژبه خبرې کوي چې دواړو خواوو ته د پاکستان ملي بیرغ لګول شوی دی.
دغه راز د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم کندهار ته د سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي چې هغه کسان واجبالقتل دي چې پر نظام نیوکه کوي.
[/restrict]
Views: 574
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن