فراه (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوه ۳۰۳ موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۳۰ نور کسان ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت امنيې قوماندانۍ نن (د کب ۲۲مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه ويلي چې پېښه تېره شپه شاوخوا ۸ بجې د ابخرما سیمه کې شوې ده.
سرچینې ويلي چې په ټپيانو کې لس ښځې او څلور ماشومان هم شامل دي چې د امنیتي ځواکونو له لوري د درملنې لپاره هرات ته وړل شوي دي.
Views: 55
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن