تالقان (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین، رستاق او چاهاب ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو د مواصلاتي لارې نشتوالي له امله د زرګونو کورنیو د ستونزو حل په موخه، په خپل شخصي لګښت د ۱۲ کیلومټره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
د هغوی په خبره، یاده پروژه پنځه میلیون افغانۍ لګښت لري چې د سیمې اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.
د یاد پروګرام مسوول مولوي نورالله نقشبندي وویل، له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو خلک له کلونو راهیسې د مواصلاتي لارې له نشتوالي ځورېږي.
هغه زیاته کړه: «په ځلونو مو غږ پورته کړ خو تېر حکومت پاملرنه ونه کړه، اوس مو له خلکو د پیسو په راټولولو سره د ۱۲ کیلومټر سړک د بیارغولو چارې د خواجه بهاوالدین له ولسوالۍ څخه تر کیوان سېمې پورې چې د رستاق او چاهاب اوسېدونکي یې هم له ګټې برخمن کېږي، د جوړولو چارې پیل کړې دي، پر دغه کار پنځه میلیون افغانۍ لګښت راځي او په بشپړېدو سره یې د مواصلاتي لارې نشتوالي له پلوه د زرګونو کورنیو ستونزې هواریږي.»
هغه زیاته کړه، د یادې لارې په جوړېدلو سره د دغې ولسوالۍ د لرو سیمو اوسېدونکو ستونزه حل کېږي او مرکز ته د خپلو ناروغانو په لېږد کې به له ستونزو سره مخ نه شي.
د یادې پروژې تخنیکي مسوول انجنیر عبدالرحمن اخندزاده وایي، دغه سړک ۲۰ کیلومتر اوږدوالی لري چې د تېر حکومت په وخت کې د اته کیلومتره کار بشپړ شوی و او نور پاتې و چې اوس ځایي خلکو د خپلو ستونزو د حل لپاره د یاد سړک جوړولو ته اقدام کړی دی.
نوموړي یادونه وکړه چې د یاد سړک د معیاري جوړولو لپاره هڅې روانې دي او د یادې پروژې کار به په ۴۵ ورځو کې پای ته ورسېږي.
یو قومي مشر ارباب محمدګل وایي، د دغې لارې په جوړولو کې نه کومې موسسې مرسته کړې او نه حکومت، ځایي خلک هڅه کوي څو په خپل شخصي لګښت دغه لار جوړه او له ستونزو ځان خلاص کړي.
هغه د یادې پروژې د کار له پیلېدو هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې ځایي خلک به د دغې پروژې بشپړولو لپاره هیڅ ډول همکاري ونه سپموي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د زرګونو کورنیو ستونزې هوارې شي.
د تخار د ټولګټو چارو رییس مولوي امیرخان حذیفه د غځېدلو لارو په اړه له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو اوسېدونکو د اندېښنو په تړاو له پژواک سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د دغې لارې د جوړولو کارونو پیلېدو هڅې له ټولګټو وزارت سره په همغږۍ روانې دي.
هغه وایي، ټاکل شوې چې د بودجې په ترلاسه کېدو سره د یادې لارې کارونه په را روان کال کې پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP