Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان او کندهار ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دغه ولایت او کندهار ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې چې د کندهار په بریا پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ د اروزګان په کوربه‌توب نن (د کب ۲۲مه) ترسره شوې چې د یادو دواړو ولایتونو د دوو کلبونو ۱۸ لوبغاړو په کې ګډون کړی و.

د اروزګان د ووشو فدراسیون مسوول شفیع‌الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ووشو نننۍ سیالۍ د دې لوبې د ودې او غوره څېرو معلومولو په موخه وشوې.

هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د اروزګان د ممتاز او د کندهار د اتفاق کلبونو ۱۸ ورزشکارانو د یو او بل پر وړاندې د ووشو لوبې وکړې چې د کندهار اتفاق کلب د اوو امتیازونو په اخیستلو وګټلې او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.

دی وايي، پلان لري په راتلونکي کې د نورو ولایتونو د ووشو ورزشکارانو ته هم د ورتلو بلنه ورکړي او له هغوی سره هم ورته سیالۍ وکړي.

د وشوو لوبغاړي خوښ دي چې په لومړي ځل د ووشو په ولایتي سیالیو کې ګډون کوي.

د اروزګان د ووشو یوه لوبغاړي حکمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې په داسې حال کې د ووشو ولایتي سیالۍ وشوې چې تر ډېره دې لوبې ته پام لږ شوی دی.

دی وايي، د دې لوبې د ودې لپاره اړتیا ده چې د ولایتونو په کچه ورته نورې سیالۍ هم وشي.

له کندهاره اروزګان ته راغلي د ووشو یوه لوبغاړي نور اغا وايي، خوشحاله دی چې په لومړي ځل اروزګان ته راغی او د ووشو په سیالیو کې یې ګډون وکړ.

که څه هم د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ووشو خپلمنځي سیالۍ شوې وې خو دا لومړی ځل و چې د دغه ولایت د ووشو لوبغاړو د دې لوبې په ولایتي سیالیو کې برخه واخیسته.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.