پل علم (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د دغه ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه مرسته د لوګر د ۲۷۵ ښوونځيو له لومړي تر شپږم ټولګي ۲۴۰۰ ښوونکو او ۷۵ زره ۶۰۰ زدهکوونکو لپاره ده چې د نوي ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیل سره سم به پرې ووېشل شي.
هغه زیاته کړه: «په مرسته شوو توکو کې د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره ډول ډول بکسې، کتابچې، قلمونه، رنګې، تختې، مارکرونه، پنسلپاکونه، تختهپاکونه، د ښوونکو د تدریس او زدهکوونکو د لیک لوست لپاره د اړتیا وړ نور مواد هم شامل دي.»
نوموړی وايي، د یادو توکو له وېش سره به د یوه کال لپاره د لوګر د ښوونکو او زدهکوونکو د درسي موادو د کمښت ستونزه هواره شي.
د مرکز پل علم یوه ښوونکي عبدالله هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې مرسته شوي درسي مواد به په نوي ښوونیز کال کې له ښوونکو او زدهکوونکو سره د غوره تدریس او غوره زدهکړې په برخه کې ډېره مرسته وکړي.
خو نوموړي د پوهنې ریاست له مسوولینو وغوښتل چې مرسته شوي درسي مواد دې په ټولو ښوونځیو په شفاف ډول ووېشي.
د مرکز پل علم د عمر فاروق ښوونځي د دوولسم ټولګي یوه زدهکوونکي احمد جاوېد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې ډېری ښوونکي او زدهکوونکي د کمزوي اقتصاد له امله نشي کولای په بازار کې درسي توکي واخلي، له همدې امله په دې مرستې سره به د دوی د درسي توکو د کمښت ستونزه هواره شي.
هغه له پوهنې وزارته غوښتنه وکړه چې په ښوونځيو کې د کتابونو نشتوالي ستونزه هم حل کړي، ځکه د دغه ولایت په مرکز پل علم او یو شمېر لرو ولسوالیو کې لا هم زدهکوونکي کتابونه نه لري.
د لوګر له پوهنې ریاست سره په داسې حال کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته کېږي چې دوه میاشتې وړاندې د پوهنې وزارت د دغه ولایت پوهنې ریاست ته ۵۰۰ زره جلده درسي کتابونه هم ورکړي دي.
ټاکل شوې چې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم دغه کتابونه هم پر زدهکوونکو ووېشل شي.
Views: 133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن