کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د افغانستان نجونو روباټیک ټیم غړي د دې ترڅنګ چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو پر پرانیستلو ټینګار کوي، له نړۍوالو غواړي چې د افغان نجونو ملاتړ دې وکړي او هغوی دې یوازې نه پرېږدي.
د افغانستان نجونو روباټیک ټيم په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، دوی د قطر په پلازمېنې دوحه کې د وروستهپاتې هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو په پنځم کنفرانس کې ګډون کړی دی.
سرچینې ویلي، په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو، د بېلابېلو هېوادونو وزیرانو، سفیرانو، ژونالیستانو، ټولنیزو او مدني فعالانو ګډون کړی وو او د دوی له لوري د جوړو شوو روباټونو ستاینه یې وکړه.
په یاد کنفرانس کې د افغانستان نجونو د روباټیک ټيم غړو د نړۍ له مشرانو غوښتنه وکړه چې د افغان نجونو ملاتړ دې وکړي او دوی دې یوازې نه پرېږدي.
د روباټيک ټيم غړو ویلي، هیلهمند دي څو د افغان نجونو پر مخ د ښوونې دروازې پرانیستل شي او خپلې لاستهراوړنې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په پوهنتونونو کې د نوو سمسترونو په پیلېدو سره هیلې وې چې د پوهنتونونو دروازې به د نجونو پر مخ هم خلاصې شي، خو داسې ونه شول او یوازې هلکان خپلو درسونو ته لاړل.
د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ویلي، پر یوې طرحې کار کوي چې په بشپړېدو به یې ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زدهکړو اجازه ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP