کلات (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۱): د زابل د کرکټ امریت مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د کرکټ امریت له لوري پیل شوې شل اووریزې سیالۍ -چې پنځلس ورځې یې دوام وکړ- نن پای ته ورسېدې.
د زابل د کرکټ امر محبوب محبت پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د دغه ولایت د کرکټ امریت په نوښت د لوبغاړو د هڅونې په موخه پیل شوې
وې چې د مرکز کلات او شاهجوی ولسوالۍ ۸ لوبډلو پکې ګډون کړی وو.
هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ شل اووریزې وې او وروستۍ لوبه یې نن د کرکټ اکاډمۍ او مرغهوال لوبډلو ترمنځ وشوه چې د کرکټ اکاډمۍ د پایلوبې په ګټلو اتلولي ترلاسه کړه.
نوموړی وايي، د یادو سیالیو غوره توپوهونکی محمدیونس خانمیرزوی وټاکل شو چې په اوو لوبو کې یې د مرغهوال لوبډلې په ګټه ۴۰۲ منډې کړې وې او غوره توپاچوونکی عبدالرافع رشاد شو چې د کرکټ اکاډمۍ لوبډلې په ګټه یې ۱۴ ویکټې اخیستې وې.
محبت خبر ورکړ چې د یادو سیالیو څلور مخکښې لوبډلې (د زابل کرکټ اکاډمي، مرغهوال، همراز او زابلستان) توانېدلې چې ګرېډ ون پنځوس اووریزو سیالیو ته لار ومومي، دغه سیالۍ شاوخوا دوه نیمې میاشتې وروسته پیلېږي.
د کرکټ لوبغاړي خوښ دي چې په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی خو د ورته نورو سیالیو جوړولو غوښتنه کوي.
د محمدیونس خانمیرزوی په نوم د کرکټ لوبغاړي پژواک خبري اژانس ته وویل، په زابل کې کرکټ ډېره وده کړې او سلګونو ځوانانو دې لوبې ته مخه کړې ده.
هغه وايي، مسوولینو ته په کار ده چې لوبغاړو ته اسانتیاوې برابرې او وخت په وخت سیالۍ جوړې کړي څو هغوی خپلې وړتیاوې پکې وښيي.
د یادونې ده، اوسمهال په زابل کې د کرکټ ۲۰ رسمي لوبډلې شته چې درې یې په شاهجوی، ۲ یې په شینکۍ او ۱۵ یې په مرکز کلات کې دي خو د نارسمي لوبډلو شمېر تر سلو رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP