کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار ۱۵مې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یې یو سوداګر د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی کړی او ورسره په تړاو یې درې کسان نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکي چې دغه سوداګر څه موده مخکې د کابل ښار له څلورمې امنیتي حوزې تښتول شوی و.
هغه لیکي چې د پنځلسمې امنیتي حوزې پولیسو د یوه کشفي راپور پر بنسټ وکولای شول تښتول شوی کس د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړي.
ځدراڼ دغه راز لیکلي، پولیسو د دغه سوداګر تښتولو په تړاو یو «مشهور انسانتښتوونکی» او د هغه دوه ملګري نیولي دي.
Views: 584
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن