Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اماراتو د علماوو پلاوي د اسلامي امارت له ځینو وزیرانو او علماوو سره ولیدل

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): د متحده عربي اماراتو د علماوو یوه پلاوي د اسلامي امارت د کابینې له ځینو غړو او علماوو سره په کابل کې لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د کب په ۲۵مه، د شپې ناوخته په ټویټر کې لیکلي چې د متحده عربي اماراتو د علماوو یوه لوړپوړي پلاوي د بهرنیو چارو، امر بالمعروف نهی عن‌المنکر له سرپرست وزیرانو او د هېواد له یو شمېر علماوو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي یادونه وکړه چې متحده عربي امارات او اسلامي امارت اوږدې تاریخي اړیکې لري او په راتلونکي کې هم نېکو او مثبتو اړیکو ته ژمن دي.

هغه زیاته کړه، افغانستان تر بل هر وخت په امن کې دی، د قدرت جزیرې له منځه تللې او د نشه‌يي توکو کښت صفر ته رسېدلی دی.

نوموړي وویل: «موږ او تاسو به په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې یو د بل همکار یو.»

د اماراتي پلاوي مشر عمر حبتور الدرعي د افغانستان له اوسني حالته خوښي وښوده او زیاته یې کړه  چې دوی له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي.

دغه‌راز د امر بالمعروف وزارت سرپرست شیخ محمدخالد حنفي د تېر جهاد په دوران کې د متحده عربي اماراتو پر رول خبرې وکړې او د هغوی مرستې یې وستایلې.

په همدې حال کې، د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال مفتي محمدطاهر وویل، دغه نظام د علماوو تر سرپرستۍ لاندې پر مخ ځي او له اماراتو یې غوښتنه یې وکړه چې د افغانستان د ښوونیز بهیر په وده کې خپلې هڅې ونه سپموي.

په یاده ناسته کې د هېواد یو شمېر علماوو شیخ محمداسمعیل رحماني، شیخ محمدعادل سمنګاني او شیخ عبدالسمیع غزنوي هم خبرې وکړې او ویې ویل: «افغانستان د امن کور دی، ستاسې په توسط نړۍ ته پیغام رسوو چې نور د افغانستان امن اخلال نه کړي.»

د اماراتي پلاوي مشر حبتور الدرعي زیاته کړه: «موږ د افغانستان یو مثبت انځور واخیست، موږ ولیدل چې د نړۍ د مطبوعاتو د راپورونو برعکس دلته د ژوند چارې عادي روانې دي.»

نوموړي وویل، د اماراتو مدرسې، ښوونځي او پوهنتونونه په ښوونیزو برخو کې همکارۍ ته چمتو دي.

د بلخي په وینا، په پای کې امیرخان متقي د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو په اماراتو کې د افغان بندیانو ازادولو، د اسلامي امارت د رښتیني انځور منعکسولو، له خلیجي هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او د بشري مرستو په برخو کې د راغلي پلاوي د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه چې په اړه یې یاد پلاوي د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.