Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې ۳۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو شبکه جوړه شوه

کلات (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د بشردوستانه مرستو ادارې/ BHA په مالي او د افغان کډوالو مرستې لپاره د ډنمارک کمېټې/ DACAAR په تخنیکي ملاتړ د اوبو یوه شبکه جوړه شوه او ۳۵۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالحلیم فرقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک اوبو پر دغې شبکې ۴۵ زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د شپږو میاشتو په موده کې جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د دغې شبکې مالي لګښت د بشردوستانه مرستو ادارې له لوري ورکړل شوی او تخنیکي چارې یې د افغان کډوالو د مرستې لپاره د ډنمارک کمېټې له لوري ترسره شوې دي.

فرقاني وايي، په یاده شبکه کې د ۱۴۰ متره په ژوروالي یو څاه، د نارینه او ښځو لپاره ۸ تشنابونه او د لاس مینځلو ځایونه شامل دي چې دغه ټول سیسټم پر لمریزې برېښنا سمبال شوی دی.

د نوموړي په خبره، د یادې شبکې په جوړېدو ۳۵۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې چې مخکې د پاکو اوبو نشتوالي له امله له روغتیايي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د شینکۍ ولسوالۍ مرستیال مولوي سیف‌الدین عاقد له مرستندویه ادارو مننه وکړه چې خلکو ته یې د څښاک پاکو اوبو اسانتیا برابره کړه.

هغه له مرستندویه ادارو وغوښتل چې په یادې او نورو ولسوالیو کې دې ورته نورې ټولګټې پروژې هم پلې کړي.

د یادونې ده، موده مخکې د زابل ولایت په مېزانه ولسوالۍ کې هم ۳۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبو ورته شبکه جوړه شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.