کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله د اسیا ملتونو نړۍوال جام په مقدماتي سیالیو کې نن لومړۍ لوبه له بحرین سره کوي.
د افغانستان د ورزش او المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ نن په ټایلنډ کې پیلېږي او د روانې مارچ میاشتې تر ۲۶مې دوام کوي.
د افغانستان او بحرین ترمنځ نننۍ لوبه د افغانستان په وخت ماسپښین دوه نیمې بجې پیلېږي.
د دغو سیالیو په الف ګروپ کې له افغانستان سره د ټایلنډ، بحرین او سعودي عربستان لوبډلې شاملې دي.
د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د ګډون په موخه تېره سهشنبه ټایلنډ ته رسېدلې ده.
د معلوماتو له مخې، افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه له ټایلنډ او درېیمه لوبه د همدې میاشتې په ۲۰مه له سعودی عربستان سره کوي.
د یادونې ده، له یادو سیالیو څخه به درې غوره لوبډلې د ساحلي فوټبال نړۍوال جام ته په مستقیمه توګه لار ومومي.
Views: 113
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن