Language

د کرکټ له ۱۹کلنو کم‌عمره لوبډلو درې اړخیزه لوبلړۍ؛ افغانستان نن لومړۍ لوبه بنګله‌دېش سره کوي

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د افغانستان، بنګله‎دېش او سریلانکا د کرکټ له ۱۹کلنو کم‌عمره ملي لوبډلو ترمنځ نن درې اړخيزه پنځوس اوریزه لوبلړۍ پیلېږي چې لومړۍ لوبه د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ده.

دغه لوبې په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوک‌پاڼه کې لیکلي، افغان لوبډله به په درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه له بنګله‌دېش سره وکړي.

سرچینې لیکلي، دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت د سهار نهه بجې پیلېږي.

د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، په یاده لوبلړۍ کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترڅنګ د سریلانکا له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله هم برخه ولري چې د یو بل پر وړاندې به دوه ـ دوه سیالۍ وکړي.

له دې مخکې د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلو ترمنځ دوه یو ورځنۍ لوبې وشوې چې یوه یې افغانستان او یوه بنګله‌دېش وګټلې.

Related Topics