Language

لوګر کې پر ۳۰۰ جریب ځمکه د مېوو باغونه جوړېږي

پل‌علم (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال پروګرام/ FAO په مالي او د سولې بنسټ/ ROP په تخنیکي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او درېیو ولسوالیو کې پر ۳۰۰ جریب ځمکه بڼونه جوړېږي.

د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو بڼونو جوړولو چارې په راتلونکي ۱۴۰۲ لمریز کال کې د مرکز پل‌علم ترڅنګ په محمداغې، څرخ او خروار ولسوالیو کې پیلېږي.

هغه زیاته کړه، د بېلابېلو مېوو (مڼو، بادام، انګورو، ګېلاسو، زردالو او الوچو) دغه باغونه به پر ۳۰۰ جریب ځمکه د خوړو او کرنې نړۍوال پروګرام په مالي او د سولې بنسټ په تخنیکي ملاتړ جوړ شي.

دی وايي، د بڼونو جوړولو عملي چارو له پیلېدو مخکې بڼوالو ته د بڼوالۍ په اړه بشپړ پوهاوی او وسایل هم ورکړل شوي دي.

خو ده په دې اړه معلومات ورنه کړل چې د دغو باغونو پر جوړولو څومره لګښت راځي.

د مرکز پل‎علم یوه بڼوال بسم‎الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې ده ته په یو جریب ځمکه کې د مڼو باغ جوړېږي.

هغه وایي، د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د بڼوالۍ برخې مسوولینو له لوري ورته د باغ جوړولو په اړه لازم پوهاوی او وسایل ورکړل شوي او ژر به په خپله ټاکل شوې یو جریب ځمکه کې د مڼو باغ جوړ کړي.

د محمداغې ولسوالۍ د «دهنو» کلي یوه اوسېدونکي رفیع‎الله پژواک ته وویل، لوګر کې باغونو ښه نتیجه ورکړې؛ دولت په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ وزارت ته په کار ده چې په نورو ولسوالیو کې هم باغونه جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، بڼوالو ته دې د باغونو روزنې ترڅنګ د مېوو د تولید او بازارموندنې برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شي، لرې نه ده چې د لوګر مېوې به د هېواد پر بازارونو سربېره نړۍوالو بازارونو ته هم لار وکړي.

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه کرنیز ولایت دی چې ډېر اوسېدونکي یې په کرنه؛ بڼوالۍ او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.