کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د چارواکو له خوا په خپلو ادارو کې پر دندو د هغوی ګومارل شوي زامن دې منفک شي.
د چارو ادارې دغه فرمان خپور کړی چې په کې يې ویل شوي چې په امارتي ادارو کې د ځينو مسوولینو له خوا د خپلو ټاکل شويو زامنو د انفکاک په اړه د مشرتابه حکم صادر شوی دی.
سرچينه کاږی، د افغانستان اسلامي مشرتابه امیرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله په شفاهي هدایت په امارتي ادارو کې د مسوولینو له لوري په دندو د خپلو بچيانو ګومارلو د منفکولو حکم وکړ.
سرچينه کاږی، د ۱۳/۸/۱۴۴۴هـ. ق نېټې د ۳۰مې ګڼې د حکم په اساس د ټولو وزارتونو، ریاستونو او خپلواکو امارتي ادارو مسوولینو ته امر شوی دی چې د خپلوۍ او شخصي تعلق پربنسټ چاته د وظيفې ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
سرچينه زياتوي چې په دغه حکم کې راغلي: «د ټولو امارتي ادارو مسوولین چې تر خپل امر لاندې اداراتو کې يې خپل یو یا څو زامن مقرر کړي دي، د دې حکم له ابلاغ څخه وروسته منفک دي او د خپلو زامنو پرځای دې نور کسان مقرر کړي.»
Views: 1671
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن