Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي

میدان‌ښار (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د کابل- هرات پر لويه‌لار د میدان وردګو ولایت په مربوطاتو کې نن له غرمې وروسته د ترافيکي پېښې له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمدزرک ځیرک پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه شاوخوا دوه بجې د سیدآباد ولسوالۍ په زرني سیمه کې د مارسېډیز او کرولا موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې او له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د څلورو کسانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د یادونې ده، د میدان وردګو په مربوطاتو کې د کابل- هرات لويې‌لارې په اوږدو کې له دې مخکې هم وخت ناوخته د ټرافيکې پېښو خبرونه ورکول شوي چې مسوولین يې لامل د لارې خرابوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي ګڼي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.