کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): د کابل والي مولوي محمدقاسم خالد وايي، اسلامي امارت د تعلیمي سکټور پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې به هیڅ ډول ستونزه نه رامنځته کېږي.
مولوي محمدقاسم خالد دغه څرګندونې نن په کابل کې د قومونو او قبایلو وزارت له خوا «د قومونو همغږۍ او یووالي» تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغه وویل: «اسلامي امارت په خپل راتګ سره دې ته توجه وکړه چې خپل تعلیمي سیستم معیاري کړي او هغه چاته به شهادتنامه ورکوو چې ۱۲ کاله يې زدهکړې کړې وي او هغه چاته به دیپلوم ورکوو چې څلور کاله يې پوهنتون ویلی وي.»
نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به په اقتصادي، تعلیمي او انکشافي برخو کې ښې پروژې پلې شي.
بلخوا یو شمېر قومي مشرانو له نظامه د خپل ملاتړ اعلانولو ترڅنګ وویل، د شریعت په چوکاټ کې زدهکړې د ټولو حق دی او باید دا حق پرځای شي.
د احمدزيو قوم استازي ډاکټر زلمي خان احمدزي وویل، ښځو ته دې د شریعت او افغاني دودونو په رڼا کې د زدهکړو زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه: «د هېواد پرمختګ او سوکالۍ لپاره زدهکړې، سوداګرۍ، کرنې او صنعت په برخو کې پياوړتیا او له نړۍ سره د شریعت په چوکاټ کې اړیکو ته ژمن یو.»
د حاجي علمګل په نوم یوه قومي مشر وویل: «یو هېواد د زدهکړې او تعلیم له لارې پرمختګ کولای شي او حکومت باید ټولو ته د زدهکړو زمينه او شرایط برابر کړي.»
په یاده غونډه کې یو شمېر نورو قومي مشرانو هم ګډون درلود او له نظامه د ملاتړ ترڅنګ يې په هېواد کې ټولو ته د زدهکړو زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
Views: 59
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن