Language

سرپل کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

سرپل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۱): په سرپل ولایت کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

د سرپل ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند دین‌محمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ مازیګر د صیاد ولسوالۍ په ترکچین کلي کې د شهناز په نوم یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان په خپل کور کې راځوړند کړی او مړه شوې ده.»

هغه زیاته کړه، تر اوسه د پېښې لامل او انګېزه نه ده معلومه خو په تړاو یې د پولیسو پلټنې روانې دي.

login or register a new account.