قلعهنو (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): د بادغیس امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د یونیسف دفتر یو ساتونکی د خپلې وسلې په سهوي ډز وژل شوی دی.
د بادغیس امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي په خپره کړې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده پېښه تېره شپه د دغه ولایت د مرکز قلعهنو ښار دویمه ناحیه کې د یونیسف دفتر کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، تر اوسه د دې موضوع لامل او انګېزه نه دي معلوم خو د پولیسو لومړۍ څېړنې ښیي چې وژل شوی کس د خپلې وسلې په سهوي ډز وژل شوی دی.
د صدیقي د معلوماتو له مخې، مړ شوی کس عبدالقادر نومېده او د هرات د کُشک کهنه ولسوالۍ اوسېدونکی و.
پژواک هڅه وکړه څو د دې موضوع په اړه د یونیسف دفتر نظر هم ولري خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP