ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرمان: د امارتي (سلطاني) ځمکو وېش او پلورنه د اسلامي امارت د مشر له فرمان پرته منع دی

فرمان: د امارتي (سلطاني) ځمکو وېش او پلورنه د اسلامي امارت د مشر له فرمان پرته منع دی

author avatar
20 Mar 2023 - 19:14
فرمان: د امارتي (سلطاني) ځمکو وېش او پلورنه د اسلامي امارت د مشر له فرمان پرته منع دی
author avatar
20 Mar 2023 - 19:14

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د امارتي (سلطاني) ځمکو وېش او پلورنه د اسلامي امارت د مشر له فرمان پرته منع دی.

د چارو ادارې په ټويټرپاڼه کې راغلي چې د امارتي ځمکو د وېش، پلورنې او انتقال د ممنوعيت په هکله د امیرالمؤمنين فرمان صادر شوی دی.

د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې راغلي: «د امارتي (سلطاني) ځمکو وېش او پلورنه د امیرالمؤمنين له فرمان پرته منع دی؛ وزارتونه، امارتي اداري او ښاروالۍ نه شي کولای يادې ځمکې په حقیقي او حکمي اشخاصو ووېشي یا وپلوري.»

د فرمان په دويمه ماده کې راغلي: «وزارتونو، امارتي ادارو او ښارواليو ته د امارتي (سلطاني) ځمکو انتقال د امیرالمؤمنين له فرمان پرته منع دي. د اړتيا پرمهال د يادو ځمکو انتقال د فرمان پر اساس صورت مومي.»

په فرمان کې څرګنده شوې چې دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده کې دې خپور شي.

Views: 563

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.