[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱) : د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې نړۍوالې شورا په عمومي غونډه کې افغانستان سره د تخنیکي همکاریو ترڅنګ د بودیجې زیاتولو پرېکړه هم وشوه.
د افغانستان کرکټ بورډ څخه د کب په ۲۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عمومي مشر میرویس اشرف او اجراییوي رییس نصیب خان د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېوادونو د عمومي او اجراییوي مشرانو په غونډو کې ګډون وکړ .
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پکې افغانستان ته د بودیجې پر لوړولو، تخنیکي همکاریو او د یادې شورا پر راتلونکو پروګرامونو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په یاده غونډه کې سربېره پر دې د افغانستان د راتلونکو سیالیو پروګرام تایید شو او دغه راز به د افغانستان کرکټ بورډ رسمي روزونکو ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د روان کال د مۍ میاشتې له ۲۰مې تر ۳۰مې نېټې پورې د دریمه درجه روزنې پروګرام (Level 3 Coaching Course) پیلیږي چې پکې به لس افغان روزونکي ګډون وکړي.
دغه راز په یاده ناسته کې هوکړه وشوه چې د کرکټ نړیواله شورا په نږدې راتلونکي کې د لوړو کارکردګیو یا (HPP) پروګرام پیلوي چې په ترڅ کې به یې څلور بشپړ او دویمه درجه غړیتوب لرونکي هېوادونه لوبې کوي.
د سرچینې په وینا، دا پروګرام له دویمه درجه هېوادونو سره د لا زیاتې مرستې او ملاتړ په موخه ترسره کېږي چې له مخې به یې له یادو هېوادونو کې د کرکټ د لا غښتلتیا او پرمختګ په موخه لوبې ترسره شي.
کرکټ بورډ وایي، په دغه ناسته کې همدا راز ټینګار وشو چې افغانستان سره به د تخنیکي همکاریو او د کرکټ ظرفیت لوړونې په برخه کې لا ډېره همکاري کېږي، ترڅو په یاده برخه افغانستان پر ځان لا ډېر بسیا شي.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف په دې اړه وایي: “په ټوله کې دغه ناسته د افغانستان لپاره له ډېرو لاسته راوړنو ډکه وه د نورو غوره خبرونو او زېریو ترڅنګ دا لوی زېری دی چې ډېر ژر افغانستان ته د بودیجې کچه هم لوړه شي چې له تایید وروسته به موږ ته د اوس په پرتله ډېره بودیجه راکول کېږي. “
د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه ویلي : “افغانستان د نورو برخو ترڅنګ د تخنیکي ظرفیت لوړونې ته هم ډېره اړتیا لري چې دغه موخه هم په دې ناسته کې ترلاسه شوه او ډېر خوښ یم چې یو په بل پسې خپلو موخو ته رسیږو او هغه خوبونه چې افغان کرکټ ته یې لرو، په حقیقت بدلیږي. “
[/restrict]
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن