Language

د کندوز په قلعه‌زال کې د امو سیند څنډو د تحکیماتو کار پیل شو

کندوز (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): د کندوز ځایي چارواکي د یاد ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ د قولخ تپې اړوند د امو سیند څنډو د تحکیماتو د کار له پیلېدو خبر ورکوي.

هغوی وایي، د اټکل له مخې پر دې پروژه ۵۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د هغې په بشپړېدو سره به زرګونه جریب کرنیزه ځمکه او کورونه د اوبو د تخریب له خطره خوندي شي.

د امو سیند غاړې د تحکیماتو رییس سید غلام مشواڼي پژواک ته وویل، د امو سیند غاړې د تحکیماتو کار یي د کندوز په قلعه‎زال ولسوالۍ کې پیل کړی دی.

هغه وایي، د اټکل له مخې په دې پروژه ۵۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي او د سواحلو په جوړېدو سره به زرګونه جریب کرنیزې ځمکې چې د اوبو د تخریب له خطر سره مخ وې، خوندي شي.

login or register a new account.