[restrict paid=”true”]
غزني (پژواک، ۱ وری ۱۴۰۱): په غزني کې د څه باندي ۴۹ میلیون افغانیو په لګښت د برېښنا ۱۸ ټرانسفرمرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول .
د غزني د برېښنا ریيس قاري صلاحالدین توکلي د وري په لومړۍ نېټه، په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې پر مهال وویل، یاد ۱۸ ټرانسفرمرونه چې د ۳۳۰۰ کیلوولټ برېښنا د وېش ظرفیت لري، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په مالي لګښت اخیستل شوي وو.
هغه زیاته کړه چې له دې برېښنا څخه شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ برخمنې شي.
د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریزې برېښنا ریيس مولوي عبدالرحمن رحماني وویل، شرکت یې غواړي چې په هېواد کې د هر افغان کورته برېښنا ورسوي.
د نوموړي په وینا، دغه شرکت د تېر کال په اوږدو کې د ۳۰۰ میلیون افغانیو په لګښت له کورنیو او بهرنيو شرکتونو سره هوکړې لاسلیک کړې دي.
[/restrict]
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن