Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ترافيکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د لوګر چارواکي وايي، د کابل- ګردېز پر لویه‌لاره په پل علم ښار کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر د ملي اردو د څلورمې پلې لوا وياند مولوي محمدعمران پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ترافيکي پېښه نن ماسپښين ۳ بجې د کابل-ګردېز پر عمومي سړک د پل علم ښار اړوند په «څرخ څلورلار» کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په یاده پېښه کې د دوو ښځو په ګډون درې کسان مړه شوي او ۴ نور ټپيان دي.

د هغه په خبره، پېښه د سراچې او باروړونکي مازدا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياتوي، امنيتي ځواکونو د پېښې ټپيان د درملنې لپاره ولايتي روغتون ته لېږدولي، خو د دوو کسانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د هغه په وینا، پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

بايد وويل شي چې په دې‌ وروستیو کې د کابل- ګردېز پر لویه‌لار ترافيکي پېښې ډېرې شوې چې عام خلک او موټرچلوونکي یې لامل د سړک خرابوالی او د موټرچلوونکو بې‌احتياطي بولي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.