کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د مالیې وزارت مخکنی سرپرست ملا هدایتالله بدري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه وټاکل شو.
اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې خپله کابینه اعلان کړه او هغه مهال یې هدایتالله بدري د مالیې سرپرست وزیر او حاجی محمدادریس یې د افغانستان بانک د سرپرست په توګه ګومارلي وو.
نن د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې ملا هدایتالله بدري د افغانستان بانک د سرپرست په توګه ګومارل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP