شبرغان (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د جوزجان امنیه قومانداني وایي، ناپېژاندو وسلهوالو د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو ۵۰ کلن سړی په ډزو وژلی دی.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه پرون مازیګر شاوخوا ۵:۱۰ دقیقې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، یاد کس سیفالدین نومېده او د سالمزان افغانیه کلي اوسېدونکی و.
هغه زیاته کړه، د یادې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د جوزجان امنیه قوماندانۍ کشفي ارګانونه هڅه کوي چې قاتلین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP