Language

فراه کې ۱۳ جریب کوکنار اړول شوي

فراه ښار (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د فراه له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې پر ۱۳ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.

د فراه د اطلاعات او کلتور رییس مولوي عبدالحي سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل له نشه‌یې توکو سره د مبارزې ځواکونو له لوري د بالابلوک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د کوکنارو کښتونو اړولو په موخه درې ورځنۍ کمپاین ترسره شو.

هغه زیاته کړه چې په دغه  کمپاین کې پر ۱۳ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه یووړل شول.

د اطلاعات او کلتور رییس وویل چې په تېره اونۍ هم د یاد ولایت په فراه‌رود او خاکسفید ولسوالیو کې پر ۳۳ جریب کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي وو.

login or register a new account.

Related Topics