[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، د اوسني حکومت له کمزوري کېدو سره به په هېواد کې داسې هراړخیز ناورین رامنځته شي چې یوازې به افغانستان پورې محدود نه وي، بلکې ګاونډ، سیمه او نړۍ به د امنیت، کډوالۍ، اقتصاد او روغتیا په برخو کې له نوو ننګونو سره مخ کړي.
متقي دا څرګندونې په یوه مقاله کې کړې چې د الجزیرې ټلویزیون په ویبسایټ کې خپره شوې ده.
هغه ویلي، نن نه یوازې جګړه پای ته رسېدلې، بلکې افغانستان په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې په لومړي ځل د یوه خپلواک، واکمن، متحد، مرکزي او مسئوول حکومت له خوا اداره کېږي.
متقي زیاته کړې: «موږ په دې لنډه موده کې په ګڼو مواردو کې د تېرې دورې د مُهلکې اتکا پر وړاندې هڅې کوو او د افغان ظرفیتجوړونې له لارې چارې افغاني کوو. دا پر خپله خاوره زموږ د مالکیت حس لا غښتلی کوي.»
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، اسلامي امارت اوسمهال په خپلو نړۍوالو اړیکو کې د دولتي او نادولتي لوبغاړو ترمنځ د رغنده تعامل په نتیجه کې ښه پرمختګونه کړي دي.
امیرخان متقي زیاته کړې، دوهاړخیز درناوی او پر ګډو ګټو ولاړې اړیکې د وخت اړتیا او د ټولو لورو د ګټو خوندیتوب معقوله لار ده.
هغه وایي: «د افغانستان اوسنی حکومت پر همدې ذهنیت له نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره لاس اوږدوي. موږ فکر کوو چې اوس د افغانستان او نړۍ ترمنځ د مثبتو اړیکو جوړولو بېساری فرصت رامنځته شوی دی.»
د نوموړي په وینا، شرایط دې ته ډېر ښه اماده دي چې افغانستان د نړۍ د امنيت په برخه کې د خپل مسئوليت ترسره کولو له لارې د نړۍوالې ټولنې د يوه مسئوول او خپلواک غړي په توګه راپورته شي او نړۍواله ټولنه خپلواکۍ ته یې په احترام، پر خپلو پښو درېدلو کې د مرستې له لارې هرکلی وکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي: «له نورې نړۍ سره زمونږ اړيکې به د نورو له خپلمنځي سياليو څخه مستقلې، متوازنې او د متقابل احترام، متقابلو مشروع ګټو، ګډ ژوند او د سبا جوړولو پر اساس ولاړې وي.»
د هغه په وینا، اسلامي امارت له نورو سره د هر ډول شته يا راتلونکو سوءتفاهمونو د له منځه وړلو لپاره له سیاسي، اقتصادي او امنیتي فشارونو څخه په پاکې فضا کې پر رښتينو خبرو اترو باور لري. تجربو ثابته کړې چې په افغانستان کې د فشار «اپشنونه» پایله نه ورکوي.
متقي په دې لیکنه کې وایي، په افغانستان کې د روان بشري وضعیت حل کول زموږ او د نړۍ ګډ انساني مسئوولیت دی. د بشري ناورينونو د تحميل له لارې د سياسي موخو ترلاسه کولو هڅه متمدنه او اخلاقي تګلاره نه ده.
هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې د اقتصادي ستونزې یو اساسي لامل زموږ پر مالي او بانکي نظام د متحده ایالتونو له خوا لګېدلي بندیزونه دي چې زموږ ډېری ملکي او بشري پروژې يې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي. د اوسني اقتصادي او بشري وضعیت اساسي حل دا دی چې د افغانانو پر مالي او بانکي نظام بندیزونه لرې کړل شي او فرصت ورکړل شي چې افغانان پر خپلو ظرفیتونو او ابتکارونو د بشري ستونزو حل راوباسي.»
د هغه په وینا، پر دې اساس، د امریکا متحده ايالتونو مسئوولیت جوړېږي چې باید د افغان ولس کنګل کړې شتمني ژر تر ژره خوشې او د دوحې تړون له مخې ټول بندیزونه لرې کړي. پر یوه جګړهځپلي ملت مالي او بانکي بندیزونه به د امریکا لپاره کومه سیاسي او یا ان اخلاقي توجیه ولري؟
متقي وایي: «غواړو د امریکا حکومت او ملګرو ته یې وریاده کړو چې اقتصادي بندیزونه او نور فشارونه فاصلې له منځه نشي وړلای، بلکې یوازې اعتماد کولای شي فاصلې راکمې کړي.»
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په دې لیکنه کې وړاندې ویلي، د افغانستان د اوسني حکومت د کمزوري کېدو پایله به څه وي، بې له دې چې بشري ناورین وي او هغه هم یو داسي هراړخیز ناورین چې یوازې تر افغانستانه به محدود نه وي، بلکې ګاونډ، سيمې او نړۍ ته به د امنیت، کډوالۍ، اقتصاد او روغتيا اړوند نوې ننګونې له ځان سره ولري.
[/restrict]
Views: 574
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن