شبرغان (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د جوزجان امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د داعش ډلې د مهماتو یوې زېرمې د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ سرپرست قاري شاهمحمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د ولایت د استخباراتو له ریاست سره په همغږۍ، د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د مهماتو یو زېرمتون کشف او ضبط کړی دی.
هغه زیاته کړه، له دې زېرمې امنیتي ځواکونو ته یو شخصي کرولاټو موټر، دوه مقناطیسي ماینونه، د ځانمرګي برید واسکټ، درې لاسي بمونه، شپږ برقي کپسولونه، یوه کامره، یو برق کنټرولرونکی، یو ریموټ، یوه د فشار اله، درې د لاسي بمونو فیوزنه، شپږ سویچونه، یو چکًش او یو اهنبر په لاس ورغلي دي.
د هغه په خبره، د مهماتو دغه زېرمه د شبرغان ښار اړوند د سخي اباد کلي کې په یوه کور کې جوړه شوې وه.
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن