اټلانټا (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، په افغانستان کې یې یو شمېر وګړي په توقیف کې دي او دوی یې د خوشي کولو هڅې کوي.
نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د نامنظم وتلو په اړه د امریکا کانګرس ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت «څو امریکایان» توقیف کړي دي، خو د هغوی شمېر یې په ډاګه نه کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «موږ د دوی د ازادۍ د خوندي کولو لپاره کار کوو، د دوی کورنیو له موږ څخه غوښتنه کړې چې د هغوی هویت پټ وساتو او د دوی د قضیې په اړه په علني توګه خبرې ونه کړو.»
بلینکن وويل، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له افغانستانه د ٩٧٥ امريکايي وګړو د وتلو زمينه برابره کړې او شاوخوا ١٧٥ کسان چې وايي د امريکا تابعيت لري، په افغانستان کې پاتې دي، چې ځيني يې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد ته تللي دي.
بلینکن وویل: «۴۴ کسان یې وتلو ته چمتو دي او موږ د دوی د وتلو د اسانتیا برابرولو لپاره کار کوو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وروسته بیا وویل، دغه ۹۷۵ یوازیني هغه امریکایان دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه تر وتلو وروسته د واشنګټن له خوا د سفر اسانتیاوې ورته برابرې شوي، خو د امریکا نور اتباع او دایمي اوسېدونکي په خپلواکه توګه له هغه ځایه وتلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP