لښکرګاه (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): د هلمند د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال یې په دغه ولایت کې د انجې بوټي کرکېلې ډېرولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د طبيعي بوټو څانګې مدیر انجنير محمداسلم بشردوست پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی پلان لري چې سږ کال په هلمند کې د انجې کرلو ته خلک وهڅوي.
هغه زیاته کړه، د کرنې ریاست درې کاله وړاندې په هلمند کې په تحقیقي ډول انجه وکرله او په وینا يې، ډېره ښه پایله يې درلوده.
نوموړي وویل، د دوی څېړنو ښودلې چې د هلمند آب وهوا د انجې کرلو لپاره ډېره مناسبه ده او هیله ده چې لا ډېر بزګر دغه بوټی وکري.
بشردوست دغهراز وویل، د کرنې ریاست به ټولو هغو کروندګرو ته روزنه ورکړي چې غواړي په خپلو ځمکو کې انجه وکري.
هغه زیاته کړه: «د انجې کرلو موسم د هر کال سلواغې میاشتې له پيله د کب تر شپږمې نېټې دی او په پسرلي کې زرغونېږي او درې کاله وروسته حاصل ته برابرېږي.»
نوموړي وویل، د انجې بوټی چې یو ځل وکرل شي نو ۲۵ کاله حاصل کوي.
په ورته وخت کې، د هلمند ولایت یو شمېر کروندګر له کرنې ریاسته غواړي چې د انجې کرلو په برخه کې دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د نادعلي ولسوالۍ د شنه کلي اوسېدونکي خلیلاحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی د انجې بوټي کرلو ته لېوال دي خو په وینا يې، حکومت باید خلکو ته په دې اړه عامه پوهاوی وکړي.
هغه زیاته کړه: «زموږ په سيمه کې اوبه کمې دي او د کوکنارو پر کرکېله بندیز لګول شوی، نو موږ لېوالتیا لرو چې انجې بوټی وکرو، خو حکومت دې خلکو ته په دې اړه روزنه ورکړي او عامه پوهاوی دې وکړي.»
د یاد ولایت د موسیکلا ولسوالۍ د ګلاب کاریز سیمې یو کروندګر میرزا محمد وایي، خلک تر اوسه د انجې کرلو په اړه عامه پوهاوی نه لري او د کرنې ریاست باید هغوی ته معلومات ورکړي.
هغه وویل: «موږ نه پوهېږو چې انجه څنګه ده، خو که چیرې يې ګټه زیاته وي خلک خو بیخي لیواله دي چې د انجې کرکېلې ته مخه کړي، خو پکاره دا ده چې عامه پوهاوی ورکړل شي.»
د یادونې ده، په هلمند کې له کلونو راهیسې کوکنار ډېر کرل کېدل چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د یاد بوټي په ګډون د هر ډول نشهيي توکو پر کرکیلې، پېر او پلور بندیز ولګېد. د کرنې وزارت او کروندګر اوس د کوکنارو د بدیل کښت موندلو په لټه کې دي.
Views: 301
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن