کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۲): پخواني ولسمشر حامد کرزي لندن کې له ځينو افغان سیاسي شخصيتونو او د مخکيني حکومت له څو تنو چارواکو سره کتلي دي.
د "بيبيسي" د راپور په حواله، حامد کرزی په دې وروستیو کې د بریتانیا پلازمېنې لندن ته تللی و او د سرچینو په خبره، هلته د لندن مرکزي سیمې یوه هوټل کې له يې یو شمېر سیاسي شخصیتونو او د مخکیني حکومت له ځینو مقاماتو سره هم کتلي دي.
په لندن کې د افغانستان مخکیني سفیر طیب جواد "بيبيسي" ته ويلي، لندن ته د کرزي پنځه ورځنی سفر ''ګټور و'' او نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د بریتانیا پاچا چارلز دریېم سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
د جواد په خبره، د مخکیني ولسمشر د خبرو محور ''د طالبانو او د دوی د مخالفو ډلو تر منځ بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه چمتو کول و. ''
ده زياته کړې، کرزی تېره شپه له لندنه ووت.
د حامد کرزي دفتر بیا د هغه د سفر او هلته له ځينو سیاستوالو سره د کتنې په اړه څه نه دي ويلي.
نوموړی په افغانستان کې له نوي تحول راپدېخوا په کابل کې اوسي او د تېر کال په وروستیو کې يې لومړی ځل له هېواده بهر ته سفر وکړ او متحده عربي اماراتو ته لاړ.
په خواله رسنیو کې په دې تړاو یو تصویر هم لاس پر لاس کېږي چې د کرزي تر څنګ د ده په حکومت کې د ملي امنیت شورا سلاکار زلمی رسول هم تر سترګو کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP