ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې مېشت افغان خبریالان له ستونزو سر ټکوي

پاکستان کې مېشت افغان خبریالان له ستونزو سر ټکوي

author avatar
26 Mar 2023 - 14:03
پاکستان کې مېشت افغان خبریالان له ستونزو سر ټکوي
author avatar
26 Mar 2023 - 14:03

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د ویزو او پاسپورټونو د وخت له پای ته رسېدو، د پولیسو له خوا له ځورول کېدو، اقتصادي او نورو ستونزو سر ټکوي او له اړوندو سرچینو یې د حل غوښتنه کوي.

په افغانستان کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون وروسته د خبریالانو، سیاستوالو، د تېر حکومت چارواکو او نورو په ګډون زرګونه کسان بهر ته ولاړل. له دغو کسانو ځيني لا هم نورو هېوادونو ته د تګ په تمه، د افغانستان په یو شمېر ګاونډيو او عربي هېوادونو کې شپې او ورځې تېروي.

په دوی کې یو شمېر افغان خبریالان چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي او وایي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ویزو او پاسپورټونو وخت پای ته رسېدل او نه تمديدېدل، د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستاني پوليسو له لوري ځورېدل، د پوليسو له خوا د افغان کډوالو د کورونو تلاشي، د پوليسو له لوري د نيول کېدو پر مهال د رشوت او پېسو اخيستل او نیول، اقتصادي ستونزې او د کورونو لوړې کرایې هغه ستونزې دي چې په پاکستان کې مېشت خبريالان ترې شکایت لري.

هغوی دا هم وایي چې له بې‌برخلیکه حالت سره مخ دي، ځیني یې پر رواني ناروغيو اخته شوي او ماشومان يې له زده‌کړو پاتې دي. یاد افغان خبریالان د دغو ستونزو د حل غوښتنه کوي او څو ځله یې لاریونونه هم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په بهر کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې خپل هېواد ته راستانه شي، هغوی ته هیڅ ډول ستونزه نشته او خپل هېواد ته دې کار وکړي.

«د رسنیزې برخې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ کارکوونکي په پاکستان کې له سختیو سره لاس او ګرېوان دي»

محمود کوچی – چې د بي‌بي‌سي او ملي راډيو تلويزيون په ګډون یې له بېلابېلو رسنيو سره کار کړی – يو له هغو افغان خبريالانو دی چې له تېرو شاوخوا شپږو مياشتو راهيسې په پاکستان کې اوسېږي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا ۲۰۰ خبريالان او يا هم د رسنيو کارکوونکي په پاکستان کې مېشت او له اقتصادي او نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

کوچی وایي: «دلته د ګڼو افغان خبریالانو ویزې ختمې شوې او پاکستاني چارواکي د دوی د ویزو موده نه غځوي، دا په خپله ستونزمنه چاره ده او له وجې یې خبریالان په کورونو کې بندیان دي… د ماشومانو لپاره یې د ښوونځيو دروازې تړلې دي او د پولیسو له وېرې په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډمنه توګه ګرځېدای نه شي.»

نوموړی د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو هم شکایت کوي او وایي، یاد افغان خبریالان یې نه دي راجستر کړي او هېڅ ډول مرسته یې نه ده ورسره کړې.

هغه ادعا کوي چې ځیني افغانان د خبریالانو په نوم کاناډا، امریکا او اروپا ته بېول شوي، خو د ده په وینا چې «مستحق خبریالان» پاتې دي.

خالده تحسین وایي چې پخوا د کليد راډيو مدير مسووله وه او شاوخوا يو کال مخکې پاکستان ته کډواله شوې ده.

هغه زیاتوي: «موږ په داسې يو هېواد کې يو چې هېڅ اقتصادي او سياسي ثبات نه لري، ټول خبريالان بې‌کاره او بې‌روزګاره دي، له بې‌برخليک حالت سره مخ دي. تاسو به حتما خبر ياست چې پاکستاني پوليسو هم افغانان ډېر د قانوني اسنادو نه لرلو له امله وځورول او لا هم دا ځورونې دوام لري.»

تحسین وايي، افغان خبريالان په پاکستان کې د بې‌روزګارۍ له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د هغې په وینا، ځیني افغان خبریالان په تېره مېرمنې او ماشومان یې له رواني ستونزو سره هم مخ دي.

په اسلام‌اباد کې مېشت بل خبريال عبدالله ولي‌زاده وایي: «زما په ګډون د اکثرو خبريالانو د ويزو وخت پای ته رسېدلی، کله چې له پوليسو سره مخ کېږو هغوی رشوت غواړي او که رشوت ورنه کړو نو بې‌ځايه مو ځوروي.»

هغه ادعا کوي او وایي: «يو‌این‌اچ سي‌ار، په پاکستان کې بالکل په پوره شدت يو مافيايي سيسټم لري، يوازې هغه کسان چې د يو‌این‌اچ سي‌ار له چارواکو سره پېژندګلوي لري، کولای شي د کډوالۍ کارت ترلاسه کړي او ګټه ورنه واخلي؛ پاتې کسان مياشتې کېږي چې هېڅ اړيکه ورسره نه ده شوې.»

د اريانا ټلويزيون پخوانۍ خبرياله نسرين شېرزاد هم دا مهال په اسلام‌اباد کې ده.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وایي، هغو نړۍوالو بنسټونو چې په پاکستان کې له مېشتو افغان خبریالانو سره یې د مرستې ژمنه کړې وه او ویلي یې و چې بل هېواد ته یې لېږدوي، اوس ان د دغو خبریالانو اړیکو ته ځواب هم نه وایي.

په پاکستان کې يوه بله مېشته افغان خبریاله چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، د افغان خبریالانو یادې ستونزې تاییدوي او وایي: «یوه ستونزه د افغانانو د ويزو ستونزه ده، دلته زما په شمول د ټولو خبريالانو د ويزو موده پای ته رسېدلې، ډېرو يو کلنې ويزې لرلې، پاکستاني پوليس کور په کور ګرځي، پلټنې کوي او ترڅنګ يې کله دې په بازار، سړک او يا هم کوڅه کې ونيسي، په لومړي سر کې درنه پېسې اخلي، تهديدوي دې چې ګويا موږ تاسو بېرته افغانستان ته لېږو، بايد رد مرز شئ، ځکه چې ستاسو ويزه ختمه ده؛ که مقاومت هم ورسره وکړې ناڅرګند ځای ته دې بيايي، بيا هم مجبور یې پيسې ورکړې تر څو راخوشی شې، که نه بېرته دې سپين بولدک ته استوي او افغانستان ته اړوي.»

هغه ادعا کوي، وايي: «د يو‌این‌ایچ‌سي‌ار او په پاکستان کې د شارپ دفتر کې مافيايي سيسټم روان دی، له ځينو کسانو سره چې يا پېژندګلوي لري او يا واسطې ورته پيدا کړي، د هغوی کارونه په وخت ترسره کېږي، د کډوالۍ کارت ترلاسه کوي؛ لومړنۍ انټرويو (مرکه) د شارپ په يو دفتر کې ترسره کېږي او تر هغې وروسته بیا يو‌این‌ایچ‌سي‌ار د ثبت او راجستر لپاره درسره اړيکه کوي؛ مياشتې کېږي چې زما په ګډون ډېرو خبريالانو لومړۍ انټرويو شوې، خو تراوسه يې برخليک نه دی معلوم او له يو‌این‌ایچ‌سي‌ار څخه اړيکه نه ده راسره شوې.»

په پاکستان کې د بشري حقونو او زندانیانو ټولنې (شارپ) مشر سيد لیاقت بونیري بیا دغه څرګندونې ردوي.

هغه وایي: «داسې ظالمان به په دنیا کې چېرې وي چې ظلم کوي له افغانانو سره؛ موږ خو د اعلانانو، لوډسپيکرونو او بل‌بورډونو له لارې خلکو ته اعلان کړی چې هېچا ته هېڅ مه ورکوئ، هر څوک چې زموږ دفتر ته راغلي دا هر څه يې ليدلي او اورېدلي دي؛ نو که موږ مافيا وای نو موږ دا کارونه نه کول.»

د نوموړي په وينا، په پاکستان کې د «شارپ» په دفتر کې يوازې د افغان کډوالو نوم‌ليکنه کېږي، ليکل شوي معلومات د يواين‌اېچ‌سي‌ار دفتر ته استوي، له دې پرته یاد دفتر په هېڅ کار کې کار نه لري او نه هم څه کولای شي.

بونيري وايي: «موږ ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې يو، روزانه د دوی لپاره موږ له خلکو سره جګړې کوو، اخبارونو او کالمونو کې ليکنې کوو، مرکې کوو، ګورنمنټ (حکومت) سره لګیا یو قانون‌سازي کوو؛ د دوی لپاره کوم کار نه دی چې موږ نه دی کړی، خو دا خلک د دې پر ځای چې زموږ شکريه ادا کړي چې زموږ لپاره يې دا، دا کارونه کړي، پر موږ الزامات لګوي.»

هغه زياتوي، ياد دفتر د افغان بندیانو د خلاصون او د جسدونو د لېږد برخو کې ډېرې مرستې کړې، همداراز خپل شته امکانات یې د افغان کډوالو په واک کې ورکړي دي.

هغه وايي: «که د دې باوجود څوک پر موږ الزام لګوي، نو خدای ج دې ورسره پوه شي، موږ څه ورته نه شو ویلی؛ خو موږ نه غله يو، نه له چا ډارېږو او نه د چا پروا کوو… موږ د دوی لپاره يو دېوال یو، يو ډال يو، په حکومت او ادارو کې يې تکليفونو ته نه پرېږدو.»

نوموړی زیاتوي: «له ټولو نه مخکې مافيا په پاکستان کې دا وخت کې مهاجر دي، موږ داسې کسان نيولي، داسې افغانان مو نيولي چې له نورو افغانانو يې ۳۰۰۰۰روپۍ اخيستې، جعلي کاغذونه يې ورکړي او موږ ته يې استولي دي.»

مجددي: د شته ستونزو حل لپاره هڅې کوو

بلخوا بیا د افغانستان د خپلواکو خبریالانو ټولنې مشر حجت‌الله مجددي وايي، په پاکستان کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغان خبريالان او د رسنيو کارکوونکي اوسېږي او په وینا یې، ريښتیا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياتوي: «له ټولو مهمه ستونزه د دوی د اسنادو موضوع ده، تقریباً درې مياشتې وړاندې د پاکستان د خبريالانو له فدراسيون او اسلام‌اباد پرس کلپ سره مې په پاکستان کې د خبريالانو د استازو په ګډون ناسته لرله، ترڅو د هغوی د ويزو د ستونزې په حل کې مرسته وکړي او له يو‌این‌اچ سي‌ار سره موضوع تعقیب کړي څو هلته مېشت افغان خبريالانو ته کارتونه ورکړل شي. بله دا چې د يادو بنسټونو (په پاکستان کې د خبريالانو فدراسيون او اسلام‌اباد پرس کلب) له لوري افغان خبريالانو ته کارتونه ورکړل شي؛ هغوی داډ راکړ چې په دغو مسايلو باندې کار روان دی او هڅه کوي چې دغه ستونزې حل شي.»

مجددي وایي، په پاکستان کې يې د افغان خبریالانو استازو ته ویلي چې هلته د مېشت افغان خبریالانو نوملړ ورسره شریک کړي، څو دغه نوملړ له نړۍوالو بنسټونو سره له دغو خبریالانو سره د مرستې ترلاسه کولو په موخه شریک کړي.

نوموړی زياتوي، په کابل کې د يوناما او يو‌این‌اچ سي‌ار د چارواکو له لارې هڅې کوي څو په پاکستان کې د يو‌این‌اچ سي‌ار له چارواکو سره د خبریالانو د ستونزو د حل په موخه خبرې وکړي.

قانت: نړۍوال باید په پاکستان کې له مېشتو افغان خبریالانو سره کړې ژمنې پوره کړي

د نړۍوالو چارو پوه عبدالحی قانت وایي: «زه په دې فکر کې يم هغه افغان ژورنالستان چې اسلام‌اباد ته اېستل شوي، نړۍوالو ورسره وعدې کړې چې تاسو درېيم هېواد ته ولاړ شئ، موږ مو وباسو؛ دا يې مسوولیت دی چې د یادو خبريالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او پرخپلو کړو ژمنو عمل وکړي.»

قانت په پاکستان کې د يواین‌‎ایچ‌سی‌ار په اړه وايي: «يواین‌‎ایچ‌سی‌ار ته چې کوم هېواد ووايي چې زما دومره کسان په کار دي، هغوی هغه کسان ورته معرفي کوي چې يا يې پېژني او يا يې اسناد ورته رسېدلي او طی ‌مراحل شوي وي؛ خو اصلي مسووليت د هغه چا دی چې دوی (افغان خبریالان) یې ورغوښتي دي.»

هغه زياتوي: «افغانستان او پاکستان نه شي کولای ياد کډوال بهرنيو هېوادونو ته واستوي، افغانستان يوازې دا کولای شي چې د يادو خبريالانو لپاره د باور او اعتماد فضا رامنځته کړي، که چېرې د دوی هدف يوازې او یوازې بهر ته تګ وي بيا يې شخصي کار دی، خو که دوی د ويرې له امله پاکستان ته تللي وي، د افغانستان حکومت دې خبرې ورسره وکړي، ستونزې يې دې حل کړي څو بېرته افغانستان ته راشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت په وار، وار په بهر کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې خپل هېواد ته راستانه شي.

په پاکستان کې د افغان خبریالانو شکایتونه مو په کابل کې د پاکستان سفارت، په پاکستان کې د یو این‌ایچ‌سي‌ار له دفتر او افغانستان کې له بهرنيو چارو وزارت سره هم شریک کړي دي، خو دغو سرچینو تر اوسه ځواب نه دی ویلی.

Visits: 220

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.