کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د بيبيسي نړۍوالې شبکې د بيبيسي فارسي راډیو د خپرونو بندېدو خبر ورکړی او ويلي، دغه پرېکړه یې پر ډیجیټلي پلټفارمونو خپرونو باندې د لا ډېر تمرکز په موخه کړې ده.
د بيبيسي رسنیز شرکت اعلان کړی چې له ۸۲ کلونو وروسته، د بيبيسي فارسي راډیو خپرونې بندېږي او نن (یکشنبه، د وري ۶مه) به د یادې راډیو وروستۍ خپرونه خپره شي.
بيبيسي ویلي، دغه پرېکړه د «ستراتیژیکو بدلونونو» له مخې، پر ډیجیټل پلټفارمونو د منځپانګې خپرولو باندې د لا ډېر تمرکز په موخه شوې ده.
د یادې راډیو د خپرونو په وروستۍ ورځ، بيبيسي «راډیو ځي؛ یوازې غږ دی چې پاتې کېږي» په نوم ټلویزیوني مستند جوړ کړی چې پکې د بيبيسي راډیو څه باندې ۸۲ کلن مزل ته کتنه شوې ده.
د بيبيسي فارسي راډیو کلونه کېږي چې په افغانستان، ایران او تاجکستان کې یې د خپلو څو نسلونو مخاطبینو ته اطلاعرسونه کړې او د دغو هېوادونو ډېر خلک په ځانګړې توګه د افغانستان اوسېدونکي د یادې راډیو له خپرونو څخه خاطرې لري.
۶۳ کلن ګلاحمد چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وایي، په ځوانۍ کې به ډېری شپې او ورځې د بيبيسي راډیو په اورېدلو سره ویده کېده او بېرته راویښېده.
نوموړي د یادې راډیو د خپرونو خوږو خاطراتو ته په اشارې زیاته کړه، هغه او نور همزولي یې د هېواد دننه او بهر له ډېرو پېښو څخه د همدې راډیو له لارې خبرېدل.
دا په داسې حال کې ده چې د عربي بيبيسي راډیو فعالیت هم له ۸۵ کلونو وروسته د «ستراتیژیکو بدلونونو» په موخه او پر ډیجیټل پلټفارم باندې د تمرکز لپاره ودرېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP