Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مالیې وزارت پر شپږ قلمه خوراکي توکو ګمرکي محصول کم کړ

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي، د روژې مبارکې میاشتې په درناوي یې د شپږ قلمه خوراکي توکو ګمرکي محصول له ۱۷ تر ۸۰ سلنې پورې ټيټ کړ.

یاد وزارت نن د وري په ۶مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د مالیې وزارت د روژې مبارکې میاشتې په درناوي د ځینو خوراکي توکو ګمرکي محصول راټيټ کړ.»

سرچینې زیاته کړې، دغه ګام د ګمرکونو لوی ریاست او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ په بازارونو کې د شپږ قلمه خوراکي توکو د نرخونو لوړېدو مخنیوي او د هېوادوالو اقتصادي وضعیت ته په پامنیوي سره اخیستل شوی دی.

سرچینه وايي، په دغو شپږو خوراکي توکو کې کچالو، رومیان، بېنډۍ، مڼې، خرما او هندواڼې شامل دي چې ګمرکي محصول یې له ۱۷ تر ۸۰ سلنې پورې ټیټ شو.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د یوې پوښتنې په ځواب کې پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوړو او غوړیو ګمرکي محصول یې وار له مخه ټیټ کړی چې له همدې امله د ایران او پاکستان د بازارونو په پرتله د افغانستان په بازارونو کې د اوړو او غوړیو بیې ټیټې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاروالۍ د روژې میاشتې په ۳مه له هټۍ‌والو غوښتي وو چې د لومړنیو خوراکي توکو په پلور کې انصاف په پام کې ونیسي، له احتکار او په لوړه بیه د توکو له پلورلو دې ډډه وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.