Language

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال د پاکستان پر وړاندې د کرکټ د بریا مبارکي ورکړه

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د پاکستان پر وړاندې د افغانستان ملي لوبډلې د بریاوو مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره پاکستان ته په شل اووریزو نړۍوالو دوو پرله‌پسې لوبو کې ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې خپله کړه.

مولوي عبدالکبیر په دې مناسبت مبارکي ورکړې ده.

هغه ویلي، د افغانانو دې بریا وښوده چې دوی په کمو او د نړۍوالو په پرتله په نشتو امکاناتو هم د  پرمختګ وړتیا لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د خپلو لوبغاړو  تر شا ولاړ دی او ژمن دی چې د تېر په څېر به یې د وړتیا لوړولو لپاره ټولې ممکنه هڅې کوي.

هغه زیاته کړې: «موږ د کرکټ د اتلانو د لا بريا هیلې لرو او په پوره اخلاص ورته دعاګانې کوو.»

بلخوا په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر مسوول سهیل شاهین هم په یوه ټویټ کې لوبغاړو او د کرکټ بورډ مسوولینو ته مبارکي ورکړې ده.

Related Topics