اټلانټا (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): په سعودي عربستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ عمرهکوونکي مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
سعودي رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه پرون د خمیس مشیط پر لویهلاره هغه مهال رامنځته شوه چې یو شمېر د عمرې حج ادا کوونکي مکه مکرمې ته روان وو.
سرچینې زیاته کړې، د عمرې ادا کوونکو یو بس له یوه پل سره ټکر کړی او بیا پکې اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د راپورونو له مخې، په یاده پېښه کې ۲۰ عمره کوونکي مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
سعودي سرچینو ویلي چې د پېښې په قربانیانو کې ډېری بهرنیان او یو شمېر ځایي وګړي شامل دي.
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن