فراه (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ۲ کیلومتره په اوږدوالي استنادي دېوال او ۶ پولګوټي جوړ شوي او دوه کیلومتره سړک قیر شوی چې نږدې ۳۱ میلیون افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالمالک معتصم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه دوه کیلومتره استنادي دېوال د بالابلوک ولسوالۍ اړوند د کنسک او پیردنبال ترمنځ په نواباد سیمه کې جوړ شوی چې ورسره په څنګ پر دوه کیلومتره سړک یوه لایه سفالټ اچول شوی او هم شپږ پولګوټي جوړ شوي دي.
د د ده په خبره، پر دغو درې واړو برخو ۳۰ میلیون او ۹۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د اړوند په بوديجه د درېیو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه، د یاد استنادي دېوال له جوړېدو سره د فراه ښار- فراه رود سړک د سېلاب وړلو له ګواښ او د ترافیکو پر مخ له بندېدو خوندي شو.
ځايي خلک خوښ دي چې په سیمه کې یې استنادي دېوال جوړ شو او د دوی ستونزې حل شوې.
د کنسک کلي اوسېدونکي ملا حمید پژواک خبري اژانس ته وویل: «نور کلونه چې دا دېوال نه و، هر کال ژمی سېلاب راته، هم یې سړک تخریبوه او هم یې زموږ ځمکې وړلې.»
هغه زیاته کړه، اوس ځمکې او سړک دواړه د سېلابونو له خطره خوندي شول.
Views: 192
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن