[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۲): پاکستان د کرکټ په درېیمه شل اووریزه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه، خو افغانستان د درېیو سیالیو دغه لوبلړۍ دوه پر یو وګټله.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د درېیو شل اووریزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربهتوب د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه.
د دریېمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپاچونې پرېکړه وکړه. پاکستاني لوبغاړو د تېرو دوو لوبو په پرتله دا ځل ښه توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۸۳ منډو هدف ورکړ.
د ملي لوبډلې له لوري مجیبالرحمن ځدراڼ دوه، فضلالحق فاروقي، راشد خان، فرید ملک، محمدنبي او کریم جنت یو یو لوبغاړی وسوځول.
افغان توپوهونکو دا ځل سمه لوبه ونه کړه او یو پر بل پسې یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې؛ ملي لوبډله په نولسم اوور کې په ۱۱۶ منډو وسوځېدله او دغهراز پاکستان دا لوبه د ۶۶ منډو په ستر توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري عمرزي ۲۱، ګربز ۱۸، محمد نبي ۱۷، راشد خان ۱۶ او عثمان غني ۱۵ منډې جوړې کړې.
که څه هم پاکستان دا لوبه وګټله، خو افغانستان د لومړیو دوو لوبو په ګټلو سره د درېیو لوبو لوبلړۍ ګټلې وه او د بریا جام یا کپ ورکړل شو.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان له پاکستانه د شل اووریزو لوبلړۍ وګټله.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP